ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۷/۲/۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_جوزجان کې د دوه کورنیو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې خونړۍ دښمني پایته ورسېده.
۲_د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت څه باندې څلور زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې شوي.
- [ ] سیمه:
۱_بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر پوستو هممهاله برید؛ ۸ عسکر وژل شوي، ۳ لادرکه او ۱۱ نور ټپیان دي.
۲_پاکستاني طالبانو ډېرهاسماعیل خان کې د پوځ اکمالاتي کاروان ته کمین ورکړی.
۳_بلوڅ آزادي غوښتونکو ډلو تېره مياشت د پاکستان حکومت ۳۶۴ کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_حماس غورځنګ: د اشغال تر پای او د يوه خپلواک فلسطيني دولت تر جوړېدو به هېڅکله تسليم نه شو.
۲_د اسرائیلي رژیم د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ: د نتنیاهو پر حکومت د عامو اسرائیلیانو باور ۲۳ سلنې ته راټیټ شوی.
- [ ] نړۍ:
۱_د سکاټلنډ لومړی وزير جان سوييني: پر غزې د اسرائيل بريدونه ښکاره نسل وژنه ده او انکار ترې نه شي کېدای.
۲_د نیویارک ټایمز تحليل؛ د ټرمپ تر ولسمشرۍ لاندې امريکا کې اقتصاد کمزوری او بېکاري ډېره شوې.
۳_اسټرالیا کې د غزې د روانې نسل وژنې او محاصرې پر ضد پراخ لاریون شوی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.