د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره جنګېدونکو بلوڅ وسله‌والو ډلو (بي‌اېل‌اې او بي‌اېل‌اېف) په جلا-جلا اعلامیو کې د ۱۴ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکړی.

د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ (بي‌اېل‌اې) ویلي چې وسله والو یې، د بلوچستان قلات، مند او بولان ولسوالیو کې پر پوځ او معدن وړونکو موټرو څلور جلا-جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو له پاکستاني پوځ څخه یو موټر هم نیولی دی.

ورته مهال د بلوڅو وسله ‌والې ډلې (بي‌اېل‌اېف) ویلي، چې جنګیالیو یې، د بلوچستان کوهلو، خاران، اورناچ او جاو ولسوالیو کې پر پاکستاني عسکرو او ساختماني شرکت ۷ جلا جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲ تنه وژل شوي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

دې ډلې همداراز د پوځي شرکت ټول مشین الات هم سوځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره ورځ هم بلوچستان کې د ۱۵ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version