د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ (بياېلاې) په یوه خبرپانه کې ویلي، چې وسلهوالو یې د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو اته جلا-جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته پوځیان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بریدونه د بلوچستان ایالت مرکز کوېټه، پنجګور، کچي، جیوني، خاران، بلیدہ او دالبندین سیمو کې ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني پوځ وسایط او د دولتي شرکتونو موټرې له منځه وړل شوي او دغه راز بلوڅ وسلهوالو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
له بل لوري پاکستاني حکومت تر دې مهاله د بلوڅ ازادي غوښتونکو دې ادعا ته غبرګون نهدی ښودلی.
د یادونې ده، چې بلوڅ ازادي غوښتونکي بلوچستان کې خپل روان عملیات د ازادۍ جګړه بولي او ټینګار کوي، چې خپلې مبارزې ته به د بلوچستان تر بشپړې ازادۍ دوام ورکوي.