د یمن المیسره خبري شبکې راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم سمندري او هوایي ځواکونو د یمن پر پلازمېنه صنعا ښار درانه هوایي بریدونه کړي.

راپور زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې عامو یمني وګړو او همدا راز د دې هېواد بنسټونو ته پراخ زیانونه اوښتي.

له بل لوري صهیونیستي رژیم اړوند رسنیو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې د حوثیانو د رهبرۍ شوری غړي هدف ګرځول شوي؛ خو حوثیانو دا ادعاوې رد کړي دي.

د یمن سیاسی شوری په یوه بیان کې ویلي، چې پر صنعا د صهیونیستي رژیم د تېرې شپې بریدونه ناکام شوي او د دوی په خبره د یاد رژیم ورته ناکامۍ به دوام ولري.

په بیان کې راغلي: «پر صنعا د اشغالګر رژیم بریدونه ناکام شول، مونږ به پر خپل مټ په ټول توان دې تېري ته ځواب ورکړو»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version