Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»بلوڅ بېلتون‌پالو پاکستان ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړ
    سیمه

    بلوڅ بېلتون‌پالو پاکستان ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړ

    صابر افغانصابر افغان11 مارچ 2025څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاکستاني حکومت ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی او ویلي یې دي، چې که چېرې دا چاره ونه‌شي او یا هم د پوځي اقدام هڅه وشي نو نیول شوي کسان به له منځه یووړل شي او اورګاډی به په بشپړ ډول ویجاړ شي.

    خبرپاڼه کې ویل شوي، چې (BLA) غورځنګ قومندانانو د منظمې پوځي ستراتیژۍ پر مټ د پاکستاني حکومت ځمکني او هوايي ځواک له اته ساعته جګړې وروسته شاتګ ته اړ کړی او په دغو نښتو کې یې له ۳۰ ډېر پاکستاني پوځیان هم وژلي دي.

    بلوڅ بېلتون‌پالو ویلي، چې دا مهال د پاکستان ۲۱۴ تنه پوځي، نیمه پوځي، پولیس او استخباراتي ځواکونه ورسره په توقیف کې دي.

    اعلامیه کې راغلي، (BLA) د پاکستاني حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې سمدستي او بې له کوم شرطه بلوچ سیاسي بندیان، جبري لادرکه شوي او د ملي مقاومت فعالان خوشې کړي.

    یاد غورځنګ د خبرپاڼې په پای کې پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړی چې دا اعلامیه یې وروستۍ ده او (BLA) د خپلې هرې پرېکړې د بشپړ، اغېزمن او سمدستي تطبیق توان لري.

    مخکینۍ مقالهتر اشرف غني را تاو کړۍ؛ له تودې ملګرتیا تر مخالفتونو او خیانتونو!
    راتلونکي مقاله اوکراین له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا وزیر فضل شکور خان د نامعلومه وسله‌والو له لوري تښتول شوی

    21 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 22 سپتمبر 2026

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    د ترکیې ولسمشر اردوغان، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې د ملګرو…

    د قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    22 سپتمبر 2026

    اسرائیلي پلاوی د غزې په اړه د اردوغان د وينا پر مهال د ملګرو ملتونو له غونډې وتلی

    22 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    22 سپتمبر 2026

    د قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    22 سپتمبر 2026

    اسرائیلي پلاوی د غزې په اړه د اردوغان د وينا پر مهال د ملګرو ملتونو له غونډې وتلی

    22 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.