شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بلوڅ بېلتون پالې ډلې (BLA) ویاند جنید بلوچ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي د برمته نیونې په عملیاتو کې د ۸ نورو پوځیانو له وژل کېدو سره د وژل شویو پاکستاني پوځیانو شمېر شلو تنو ته رسېدلی.خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې ۱۸۲ برمته شوي د مجید بریګډ څانګې له «سرتېري» ډلې سره برمته دي.يادې ډلې همداراز ګواښ کړی چې که پوځي عملیات پرې وشي، لومړی به ټول برمته شوي ووژل شي او بیا به یې «سرتېري» تر وروستۍ سلګۍ جګړه وکړي. یادې ډلې تر دې وړاندې ویلي و، چې په برمته شویو کسانو کې پاکستاني پوځیان، استخباراتي کارکوونکي او د ترهګرۍ ضد ادارې پولیس شامل دي.
تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري20 سپتمبر 2026