بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې د تېرې جنوري مياشت پر مهال د خپلو بریدونو جزئيات خپاره کړي چې په ۳۵ بريدونو کې یې د پاکستان د پوځ، استخباراتي او نورو امنيتي ادارو ۹۴ کسان وژلي او ۸۷ نور ټپيان یې کړي دي.

د خپاره شويو معلوماتو له مخې، د تربت سرتېری بريد، د زېري‌ ښار کنټرول او په خضدار کې د پاکستاني پوځيانو په کاروان بريد، درې هغه ستر بريدونه دي چې يادې ډلې تېره مياشت ترسره کړي دي.

يادې ډلې دغه راز تېره مياشت د بلوچستان په کيچ، قلات، کچهي، نوشکي، خضدار، دکي، حب، کوهلو او مستونګ سيمو کې د بېلابېلو بريدونو پر مهال د پاکستان حکومت د بېلابېلو ادارو ۳۴ کسان ژوندي نيولي، ۳۴ ميله وسله یې ترې غنيمت کړې او ۳۸ نظامي او غير نظامي موټر یې ورته تخريب کړي دي.

بلوڅ بېلتون پالې ډلې دغه راز د خپلې استخباراتي ادارې «زراب» ستاينه کړې او ويلي یې دي چې، د جګړې پر مهال یې مهم رول لوبولی او د پاکستاني حکومت پر وړاندې یې مهم استخباراتي فعاليتونو ترسره کړي دي.

يادې ډلې دغه راز د پاکستان « د جګړې او امنيتي اطلاعاتو انسټیټیوټ» د معلوماتو له مخې ليکلي چې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ مياشتې په پرتله د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د بلوڅ بېلتون پالو بريدونه ۴۵ سلنه ډېر شوي وو.

ياده دې وي، چې د پاکستان د جګړې او امنيتي اطلاعاتو انسټیټیوټ مشر عبد الله خان څه موده وړاندې د بلوڅ بېلتون پالو بريدونه خطرناک بللي وو او ويلي یې وو چې، بلوڅ جنګيالي اوس د جګړې نوې ستراتيژي عملي کوي او د غرونو په ځای په ښارونو کې بريدونه ترسره کوي، چې د پاکستان حکومت لپاره په يوه لوی او نه کنټرولېدونکي ګواښ بدل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version