د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د دغه هېواد مشهور سوداګريز شخصيتونه، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په دوه ورځیني سفر پاکستان ته رسېدلي دي.
د معلوماتو له مخې، د اردوغان هرکلي ته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د دغه هیواد لومړی وزیر شهباز شریف، د نور خان هوایي هډې ته ورغلي وو.
اردوغان به له شهباز شريف او د پاکستان له نورو لوړپوړو چارواکو سره د ليدنو سربېره، د پاکستان او ترکیې تر منځ د لوړې کچې ګډو ستراتيژيکو همکاريو يا HLSCC په اوومه غونډه کې ګډون وکړي او يو شمېر تړونونه به هم لاسلیک کړي.
د لوړې کچې ستراتیژیکو همکاریو شورا لاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، پانګونې، بانکدارۍ، مالیې، کلتور، ګرځندوی، انرژي، دفاع، کرنې، ټرانسپورټ، مخابرات، معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا، ساینس او ټېکنالوژۍ او تعلیمي سکتورونه کار کوي.
تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ شورا شپږ غونډې ترسره شوې دي چې وروستۍ غونډه ېې د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۱۳مه او ۱۴مه په اسلام اباد کې ترسره شوه.