د بلوڅو بیلتونپالو نشراتي ادرس اشوب راپور ورکړی، چې د دې ډلې (بي اېل اېف) وسله والو، تمپ او واشک کې پر پاکستاني پوځیانو ۲ جلا بریدونه ترسره کړي دي.

د سرچينې په خبره په دې بريدونو کې ۶ تنه پاکستاني پوځيان هلاک، ۴ یې ټپیان شوي او ۱ یې ژوندی نيول شوی دی.

په جزئياتو کې ويل شوي، چې يو بريد پر يوه ځايي کمپ د درنو او سپکو وسلو پر مټ ترسره شوی او بل ځای بيا پوځي موټرو ته کمين ورکول شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version