​سرچينې وايي، بلوڅ وسله والو د بلوچستان په مرکز کویټه کې د پاکستاني رژیم پر پولیسو یو ځل بیا خونړی برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د ایګل سکواډ (Eagle Squad) دوه تنه غړي ځای پر ځای هلاک شوي دي.

​د معلوماتو له مخې، دا برید د کویټې په ختيځ بای پاس سیمه کې د بلوڅ وسله والو له لوري ترسره شوی، چې د «محمد‌نور او محمد ايوب» په نومونو دوه تنه پوليس پکې وژل شوي.

بلوڅ بریدګرو په ډېر مهارت سره د رژیم عسکر په نښه کړي او له سیمې څخه په خوندي ډول وتلي دي.

​دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې له پرون ورځې راهیسې بلوڅ وسله والو بلوچستان کې پاکستاني رژيم پوځي تاسیسات او ګزمې په پرله‌پسې ډول تر بریدونو لاندې نیولې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version