په داسې حال کې چې سیمه د تېرو څو لسیزو د تر ټولو حساسو جیوپولیټیکو بدلونونو شاهده ده، ایران هېواد له یوې خوا د امریکا او اسرائیلو سره په یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکې مقابله کې ښکېل دی، خو له بلې خوا په خپله خاوره کې د داسې عناصرو کوربتوب کوي چې په ښکاره د لوېدیځو استخباراتي کړیو د ګټو لپاره کار کوي. دا وضعیت د ایران د ملي امنیت لپاره یو خطرناک ګواښ رامنځته کړی دی چې باید ژر تر ژره حل شي، ځکه د دښمن د ملګرو ساتل په خپله غېږ کې د استخباراتي نفوذ لپاره لاره پرانیزي.
ایران تل ځان په سیمه کې د امریکا د امپریالیزم ضد محور سرلاری معرفي کړی دی، خو په داسې یو حساس حالت کې د هغو ډلو ساتل چې ریښې یې په مستقیم ډول له واشنګټن، ناټو او د هغوی له نورو متحدینو سره دي، د تهران ستراتیژیک منطق تر پوښتنې لاندې راولي. دا ډلې چې د یهودو او امریکا نږدې دوستان او مزدوران ګڼل کېږي، نشي کولای د ایران په خاوره کې د بې غرضه مېلمنو په توګه پاتې شي، ځکه د هغوی سیاسي لیدلوری، شعارونه او په اروپا کې فعالیتونه د ایران له کلیدي شعارونو سره په ټکر کې دي.
په ایران کې وروستۍ فاجعې، د مهمو مشرانو په نښه کېدل او پر دغه هېواد پرله پسې بریدونه ثابتوي چې دښمن د نفوذ لپاره له هر ډول فرصت څخه ګټه اخیستې ده او د مقاومت جبهې په څېر شریر عناصر چې د غربي استخباراتو په غېږ کې روزل شوي، په اسانۍ سره د جاسوسۍ د عناصرو په توګه کارولي دي. که ایران غواړي د تهدید عناصر کم او خپله داخلي فضا د احتمالي درزونو په وړاندې مطمئنه کړي، باید دغه مشکوکې ډلې چې د یهود پالنې په تور تورنې دي، له خپلې خاورې وباسي.
د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل په دې حساس پړاو کې، د هغو مخالفو ډلو ملاتړ چې په ایران کې مېشتې دي، د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکو ته جدي زیان رسوي او د بې باورۍ فضا رامنځته کوي. ایران باید درک کړي چې د دغو ډلو شتون نه یوازې د کابل او تهران ترمنځ ډیپلوماټیک توازن خرابوي، بلکې دښمن ته دا زرین فرصت ورکوي چې له دغو کسانو څخه د فشار د یوې وسیلې او استخباراتي پله په توګه ګټه پورته کړي.
د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو ګډه جبهه اوس له تبلیغاتي حالت څخه یو ستونزمن فزیکي پړاو ته داخل شوې ده، چې په دې مرحله کې د هر هغه چا شړل چې له یهودي او امریکایي سیاستونو سره تاریخي نږدېوالی لري، یو عقلاني او امنیتي ضرورت ګڼل کېږي. دغه خلک چې په افغانستان کې یې خپله ماتې منلې، اوس غواړي د ایران په ښارونو او لارو کې د خپلو پخوانیو بادارانو لپاره د جاسوسۍ او د ایران د تخریب چوپړ ترسره کړي.
ایران نشي کولای په یوه وخت کې هم له امریکا سره د سختې دښمنۍ ادعا ثابته کړي او هم د هغوی د نږدې متحدینو او پخوانیو اجیرو ډلو کوربه توب ته دوام ورکړي. د امنیتي ډاډ د ترلاسه کولو او د استخباراتي نفوذ د رښتیني مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې دا شریر او مفسد عناصر د ایران له خاورې وشړل شي، ترڅو د جاسوسۍ، تهدید او داخلي تخریب ټولې ممکنه لارې د تل لپاره وتړل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
