ځایي سرچینو هندوکش ته ویلي، چې نن (دوشنبه) د بلوچستان په دکي سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې.
سرچینو زیاته کړې، چې دې پېښه کې ځاي پر ځای پنځه پاکستاني عسکر هلاک شوي دي.
په ورته مهال د پاکستاني رژیم ځایي امنیتي ادارو هم د دغو عسکرو هلاکت تائید کړی دی.
د برید مسئولیت تر دې مهاله کومې ډلې نهدی منلی؛ خو په یاده سیمه کې بلوڅ ازاد غوښتونکې پیاوړی حضور لري.
