د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه ښار کې د سرتېري برید په پایله کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

ویل شوي، برید تېره شپه د کویټې ښار سریاب سیمه کې شاهواني لوبغالي ته څېرمه د بلوچستان نېشنل ګوند پر مشر سردار اختر مینګل شوی؛ خو نوموړی ترې روغ وتلی.

ځایي پولیسو ویلي، چې د پنځو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی.

د یادونې ده، چې د دې برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version