له بلوچستان ایالت څخه ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته تائید کړه چې، د دغه ایالت د خضدار ولسوالۍ په اورناچ سیمه کې د شنبې پر ماښام ګڼ شمېر وسله‌وال ښار ته ننوتي، پولیس او لیویز ځواکونه یې یرغمل کړي او بیا یې د پولیسو دوه مرکزونه سوځولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله‌والو له پاکستاني امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات هم نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version