د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو احتمال رد کړی او ټینګار یې کړی چې یاد هېواد یوازې نوې غوښتنې مطرح کوي، چې ایران به یې هیڅکله ونه مني.

خامنه‌ای زیاته کړې ده چې، ځینې حکومتونه او زورواکي شخصیتونه پر مذاکراتو ټینګار کوي، خو هدف یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپل نظرونه تحمیل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ویلي و، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران ته یې د نویو اټومي مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version