هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د بلوچستان ایالت د قلات ولسوالي اړوند د خضدار په سمند سیمه کې، د پاکستاني پولیسو پر یوې پوستې وسله‌وال برید کړی دی.

د سرچینې په خبره، په یاد برید کې د خدا بخش، مقبول، اعجاز احمد او محمد علي په نومونو څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، پاکستاني طالبانو له یادې پوستې دوه میله کلاشینکوفونه او یو موټرسایکل هم له ځانه سره وړي دي.

ځایي امنیتي سرچینو تر دې دمه د پېښې په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي؛ خو پاکستاني رسنیو په دغه پېښه کې د څلورو پولیسو وژل کېدل تائید کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version