د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌ مخې، د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ په «ګشتري» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر بمي برید شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د پاکستان د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځیان هلاک او پنځه نور مرګوني ټپیان شوي دي.

د برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی؛ خو تر دې وړاندې بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو ورته بریدونه بلوڅ بېلتون‌پالو کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version