د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، بلوڅ بېلتون پالو تېره ورځ د بلوچستان ایالت د «نوش‌کې» په ګلانګور سيمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یو مرکز برید کړی او ۱۴ کسان یې په هلاکت رسولي دي.

سرچینې وایي، بلوڅ بېلتون پالو پر یاد مرکز له څو لوریو، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، برید کړی او پاکستاني پوځیانو ته یې له درنې مرګ‌ژوبلې اړولو سربېره یاد مرکز تر خپلې ولکې لاندې هم راوستی.

د معلوماتو له مخې، يادې نښتې شاوخوا درې ساعته دوام کړی دی، چې په کې دوو تنو بلوڅ بېلتون پالو هم خپل ژوند بایللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version