‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان له زندانونو ۹۶ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې خوشې شوي کسان په پاکستان کې له ۲ تر ۵ ورځو بندیان وو، چې د نوم لیکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت په هڅو له بېلابېلو هېوادونو سلګونه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version