د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د بلوچستان ایالت په نوشکې سيمه کې د پاکستاني عسکرو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۱۱ عسکر وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، نښته د پاکستاني عسکرو پر یوه درې موټریز کاروان له برید وروسته پیل شوې او څو ساعته یې دوام کړی دی.

له بل لوري د پاکستان ځایي چارواکو دغه نښته تائید کړې؛ خو په اړه یې بشپړ جزئیات نه‌دي وړاندي کړي.

تر اوسه کومې ډلې د بريد مسؤوليت نه‌دی منلی؛ خو تر دې وړاندې بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو د ورته بریدونو مسؤولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version