د راپورونو لهمخې، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دوی پوهېږي د ایران ۴۰۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته ساتل کېږي.
نوموړي همداراز ویلي، چې له ایران سره په فرسایشي جګړه کې ښکېلېدل نهغواړي؛ خو بریدونه به یې د خپلو اهدافو تر ترلاسه کېدو پورې روان وي.
نتنیاهو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته وویل، چې د ایران کلیدي اټومي تاسيسات په بشپړه توګه لهمنځه تللي.