د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن مسکو ته په سفر تللی.

سرچینې زیاته کړې، چې عراقچي به په دې سفر کې د روسیې له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره پر وروستیو سیمه‌ییزو تحولاتو، د ایران پر اټومي تأسیساتو پر بریدونو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تېره ورځ امریکا له ستراتیژیکو بمب‌غورځوونکو الوتکو په ګټې اخیستنې د ایران پر نطنز، فوردو او اصفهان اټومي سايټونو هوایي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې یاد سايټونه یې له‌منځه وړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version