د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی عبدالقهار بلخي ویلي پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښنې وړ ده.

ښاغلي بلخي پر اېکس پاڼه لیکلي چې، «په ګاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې چې، دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې زرګونه خلک د حکومت پر ضد لاریونونو ته وتلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version