د بهرنیو چارو وزارت، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله پر رامنځته شويو تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې.

یاد وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د عاجلې او بشپړې روغتیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو د موسمي ورښتونو له امله سېلابونه راووتل، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰۰ زیات کسان مړه شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version