پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ اوښتی دی.

سرچينو د رسمي شمېرو له مخې ويلي؛ چې په پښتونخوا کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۳۰ کسان مړه شوي دي او لا هم بېړنۍ مرستې ډېرو سیمو ته نه دي رسېدلي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

په ورته وخت کې د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي‌، چې په خیبر پښتونخوا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو تر څنګ د سېلابونو په پېښو کې پر اوښتې مرګ ژوبلې سخت خپه دی.‌

هغه له پاکستانیانو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version