شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې مولوي امیر خان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کي شپږ ځله اړیکه نیولې، له واقعیت څخه لرې ده.د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، د دواړو لورو تر منځ لومړۍ ټلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم په چوکاټ کې ترسره شوې، چې په دغه تماس کې اسحق ډار له وضعیت څخه د ناخبرۍ څرګندونه کړې وه او ویلي یې و، چې د بشپړې خبرتیا وروسته به تماس نیسي.د نوموړي په خبره، پر همدې بنسټ دوهم ځل هم مکالمه وشوه او له دې یوه ورځ وروسته ډار بیا د اړیکې هڅه وکړه، خو د بېلا بېلو لاملونو له امله اړیکه عملي نه شوه.ښاغلي تکل هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم لوړپوړي مسؤلین دې د خبرو پر مهال د حقایقو سم انعکاس ته پام وکړي.
صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نهلري19 نوومبر 2025
د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول19 نوومبر 2025