د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي رژیم د بریدونو پر دوام د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا بریدونه غندلي او له دې سره یې په سیمه کې د بې ثباتۍ پر لا پراختیا اندېښنه څرګنده کړې.
په اعلامیه کې راغلي، چې بهرنیو چارو وزارت د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو وړ نه بولي او له دواړو لوریو غواړي چې د ستونزو حل په موخه ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي.