د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بریدونو وروسته یو شمېر هېوادونه چمتو دي چې ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي.

مدودوف د دغو هېوادونو په اړه نور جزئیات نه‌دي وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا لخوا پر اصفهان، نطنز او فردو اټومي تاسیساتو بریدونه، د امریکا لپاره معکوسه پایله لري او په وینا یې اوس په ډاګه ویلی شو چې د ایران له‌خوا د اټومي وسلو تولید به دوام ولري.

مدودوف همداراز ویلي، چې ټرمپ دې له دې برید وروسته د سولې نوبل نړیواله جائزه هېره کړي.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د امنیت شوری د پرېکړه‌لیکونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version