د ‏بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کولو سربېره له سیالۍ پرته افغانستان سره تعامل ته د هېوادونو هڅول مثبت ارزولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې پرېکړه لیک د افغانستان د وضعیت په اړه دی، خو ځمکني واقعیتونه پکې له پامه غورځول شوي او د تصویب پر مهال یې د سرپرست حکومت نظر نه دی اخیستل شوی، چې دا په خپله د پرېکړه‌لیک د بېلابېلو برخو کره‌توب په اړه پوښتنې راولاړوي.

دغه راز په اعلامیه کې زیاته شوې، سربېره پر دې به هم د یادې پرېکړې سپارښتنې او غوښتنې د اسلامي لارښوونو او ملي ګټو په چوکاټ کې و ارزوي او د ممکنه همکاریو موارد به پکې تشخیص کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version