د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نیکارگوا له لوري افغانستان ته د غیر مقیم سفیر له اعلان هرکلی کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لومړي ځل د نیکاراگوا جمهوریت له لوري د افغانستان لپاره په بېجنگ کې د غیر مقیم سفیر له گمارنې سره هوکړه کړې او هرکلی یې کوي.: «د بهرنیو چارو وزارت په بېجنگ کې د افغانستان لوی سفیر ته لارښوونه کړې، چې په بېجنگ کې د نیکاراگوا له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري.»

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چا وزارت د نیکاراگوا جمهوریت د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کېدل مثبت پرمختگ بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو لېوالتیا وړ برخو کې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا هیله کوي.

د نیکاراگوا حکومت اعلان کړی و، چې په چین کې به د یاد هېواد اوسنی سفیر له بېجنگ څخه د افغانستان اړوند چارې سمبالوي.د نیکاراګوا د حکومت په اعلامیه کې د دغه هېواد د ولسمشر د مرستیال نیرازاریو موریلو له قوله ویل شوي: «موږ د افغانستان له اسلامي امارت، هغو خلکو او حکومت څخه مننه کوو، چې زموږ ملگري مایکل کمپبل ته یې درنښت ورکړی دی.»

د نیکاراګوا حکومت چې په مرکزي امریکا کې موقعیت لري، تر دې مخکې د افغانستان له حکومتونو سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لرلې.

نیکاراگوا جمهوریت د امریکا د لویې وچې مرکزي هېواد دی، چې له هندوراس او کوستریکا سره گډه پوله لري او په ختیځه او لوېدیځه برخه کې د کارابین سمندر او اقیانوس سره نښتی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version