شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د مسکو په شیریمیتوا نړیوال هوايي ډګر کې د یوه بېلاروسي وګړي له خوا له یوه افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه له نږدې څاري. د خبرپاڼې لهمخې، په همدې موخه مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې، چې په کوربه هېواد کې له ټولو ډیپلوماټیکو او حقوقي لارو څخه یاده موضوع وڅاري او د پایلو په تړاو یې وزارت ته معلومات ورکړي. خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په مسکو کې د افغانستان سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د ټپي ماشوم د پوښتنې پرمهال د هغه له کورنۍ سره د بهرنیو چارو وزارت له لورې د شوې نغدي مرستې د ورکړې پر مهال د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړی.د دې سربېره بهرنیو چارو وزارت له روسیې څخه غوښتنه کړې، د پېښې مجرم چې اوسمهال په توقیف کې دی، دوسیه یې جدي تعقیب او سزا ورکړل شي.
د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی17 مارچ 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي16 مارچ 2026