بهرنیو چارو وزارت وایي، ‏په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي. د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو مسائلو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې د ګرمۍ په دې سخته څپه کې له ایران څخه په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دغه موضوع دې له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره شریکه او د ښه ګاونډیتوب له مخې باید د کډوالو راستنولو ته یو مېکانیزم جوړ شي.

ښاغلي متقي دغه راز د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند د سیمې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی، چې په راتلونکې کې دې مسائل په داسې شکل مدیریت شي، چې د کړکېچ لامل نه شي.

له بل لوري د ایران سفیر ډاډ ورکړی، چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي او د ستونزو د حل برخه کې به جدي اقدام ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version