د القاعدې اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو د بورکینا په «وودالا» ولسوالۍ کې د داعش وسله‌والو پر یوې ډلې برید کړی.

د یاد غورځنک د خبرپاڼې له مخې، یاد برید د «وودالا» ولسوالۍ اړوند د اوک او ساسماک سیمو تر منځ شوی چې په ترڅ کې یې نهه تنه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د القاعدة غورځنک د پوځي څانګې ځواکونو یو میل پیکا، ۵ میله کلاشینکوفونه او یو شمېر نور وسایل هم غنیمت کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version