د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي چې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په شمال ختیځ په ګوما ښار کې له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې په شدیدې جګړې کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه وژل شوي او ۲۸۰۰ نور ژوبل شوي چې په روغتیایي مرکزونو کې یې درملنه کېږي.

د معلوماتو له‌مخې، «اېم-۲۳» په نامه وسله‌واله ډله چې «روانډا» هېواد یې تر شا ولاړه ده، د کانګو تر ټولو ستر ښار ګوما یې نیولې او په‌ داسې حال کې د کانګو جنوب په لور خوځېدلي چې د کانګو پوځ او رضاکاران کوښښ کوي چې دغو وسله والو ته ماتې ورکړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د کانګو دیموکراتیک جمهوریت دا ادعا چې رونډا ا‌ېم -۲۳ وسله‌والې ډلې ملاتړ کوي، تائید کړې او دا یې هم ویلي چې روانډا د ا‌ېم -۲۳ ډلې په وسله‌والو کنټرول لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version