شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستاني استخباراتو هغه دوه جاسوسان یې وژلي، چې څه موده وړاندې د دوی له لوري نیول شوي وو.د یادې ډلې د معلوماتو له مخې، دغو جاسوسانو د ډېرو بلوڅانو په وژلو کې لاس درلود.د پاکستان حکومت او ځایي امنیتي سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.د یادونې ده، چې (BLA) بلوچستان کې د پاکستاني حکومت او پوځ پر وړاندې یو له مهمو جنګېدونکو ډلو څخه ده؛ چې وخت ناوخت د دغه هېواد پر امنیتي ادارو د خونړیو بریدونو خبر ورکوي.
د ایران مذهبي مشر، علي خامنهای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي25 اگست 2025