ځایي سرچینې وایي، نن (جمعه) د بلوچستان خضدار ولسوالۍ انجیره سیمه کې پر پاکستاني عسکرو وسلهوال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه اته تنه هلاک او ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، برید سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر ګزمې ترسره شوی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په یاده سیمه کې بلوڅ ازادي غوښتونکي پیاوړی حضور لري.
سرچینو همداراز ویلي، چې د خضدار په زهري سیمه کې هم پر پاکستاني عسکرو بمي برید شوی، خو د احتمالي تلفاتو په اړه یې څه نهدي ویلي.
