تسنیم خبري اژانس د ایران سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې له قوله راپور ورکړی، چې د دغه بنسټ ویاند علي محمد نائیني وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، نائیني له ۲۰۲۴ کال راهیسې یاد مسئولیت په غاړه درلود او د روانې جګړې پر مهال یې لوی تبلیغاتي رول لوبولی و.

یاده دې وي، چې صهیونیستي رژیم او امریکا د روانې جګړې پر مهال هڅه کوي چې د ایران لوړپوړي چارواکي له منځه یوسي.

تر دې وړاندې یې د ایران مذهبي مشر او د دغه هېواد د پوځي او استخباراتي ادارو د مشرانو په ګډون ګڼ کسان هدف ګرځولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version