د بي‌بي‌سي خبري شبکې د راپور له مخې، په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د پرځېدلي جمهوریت په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر، به امریکا ته وسپاري.

د راپور له مخې، د هغه وکیل ویلي چې دوی به هڅه وکړي چې محکمه تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې امریکا ته د هغه سپارل وځنډوي.

سرچینې د ظاهر قدیر د وکیل له قوله لیکلي چې پر نوموړي امریکا ته د مخدره توکو او وسلو د قاچاق تورونه پورې شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې ظاهر قدیر څه موده وړاندې د کېنیا په پلازمېنه نایروبي کې نیول شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version