ټېلګراف ورځپاڼې د نړۍ د تر ټولو ګران بیه ودانیو نوملړ خپور کړی، چې د کعبې شریفې ودانۍ د دغه نوملړ په سر کې ځای لري.

د ټېلګراف ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د کعبې شریفې ودانۍ په ۴سوه زره ۸۰۰ متره مربع مساحت ځمکه کې د ۱۰۰ بیلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ودانه ده.

نوملړ کې دویم ځای د کعبې شریفې د ودانۍ ترڅنګ د ساعت ټاور خپل کړی او درييم هغه بيا د سينګاپور هېواد ريزورټس ورلډ سينټوسا لوړه ودانۍ ښودل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version