د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان ۱۱۰ کیلوولټ د لېږد مزي په مسیر کې د بادغیس د ۲۱ کلیو لپاره د ۲۰/۰،۴کیلوولټ برېښنا رسونې پروژې چارې یو ځل بیا پیل شوې.

له برېښنا شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترکمنستان ۱۱۰ کیلوولټ انتقالي مزي په مسیر کې د بادغیس ۲۱ کلیو لپاره د ۲۰/۰،۴ کیلوولټ برېښنا رسونې پروژې تړون په ۲۰۱۸ کال کې د ۱.۸ مېلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له M/S Supreme Company & Private LTD شرکت سره لاسلیک او عملي چارې يې پيل شوې.: «د یادې پروژې ساختماني چارې تردې دمه څه باندې ۶۸ سلنه پرمختگ کړی او د پروژې سویچ بورډونو او مېټربکسونو پرته نور ټول د اړتیا وړ تجهیزات چمتو او گڼ شمېر يې نصب شوي دي.»

د یادونې ده چې د دې پروژې چارې په ۲۰۲۰ کال کې د ځینو ستونزو له امله د افغانستان برېښنا شرکت او اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ځنډېدلې وې؛ خو له نېکه‌مرغه یې بودیجه په روان ۱۴۰۳ ش کال کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري منظوره شوه او ټاکل شوې د پروژې چارې د تړون لاسلیک نېټې له غځېدو او د قراردادي کمپنۍ انوایسونو له ورکړې وروسته بېرته پیل شي.

د نوموړې پروژې ظرفیت ۲.۴ مېگاواټه دی چې په بشپړېدو سره به يې د سیمې شاوخوا ۳۳۰۰ پېرودونکي د برېښنا له نعمته برخمن شي.

د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، چې له ترکمنستان، تاجیکستان، ازبېکستان او ایران څخه وارد شوې ده. افغانستان د اوسنیو وگړو لپاره د ۲۴ ساعته برېښنا گڼې سرچینې لرو؛ خو تېرو حکومتونو د کورنیو سرچینو پر ځای په وارداتي برېښنا اتکاء کړې، چې له امله یې د طبیعي پېښو او د ژمي په موسم کې نیمايي افغانستان برېښنا نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version