د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بياېلاېف) وسلهوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسلهوالو یې د دغه ایالت په اواران، کیچ او خضدار ولسوالیو کې پر پاکستاني پوځیانو پنځه بریدونه ترسره کړي.
بياېلاېف زیاته کړې، دغه بریدونه د روانې اپرېل میاشتې له ۱۵ تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره شوي، چې پر مهال یې ۱۴ پاکستاني پوځیان هلاک او ګڼ نور ټبیان شوي دې.
یادې ډلې دغو بریدونو کې د پاکستانې رژیم د ډرون الوتکو او دغه راز د پوځي موټرو د لهمنځه وړلو ادعا هم کړې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ یکشنبه د بلوچستان په ګڼو نورو سیمو کې هم پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو بریدونه شوي، چې پر مهال یې د لږ تر لږه اتو تنو هلاکت تائید شوی دی.
