‏په بېشکېک کې د افغانستان سرپرست سفیر، مولوي عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له رئیس، ایبېک مالابېکوویچ سره کتلي.

قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وایي، ښاغلي حقاني د کابل او بېشکېک ترمنځ د اړیکو پر لا پراخېدو ټینگار کړی او له سیمې سره د افغانستان د سیاسي جوړجاړي او اقتصادي همکاریو برخه کې یې د دغه هېواد د رول ستاینه کړې ده.

ورته مهال قرغیزستاني لوري، د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خوښي څرگنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې ملاتړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version