د خوست ولایت مقام ویاند، مستغفر ګربز ویلي، د دې ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو د جاوید په نوم د یوه وژل شوي پخواني استخباراتي کارمند جسد موندلی دی.
د معلوماتو له مخې، نوموړي د پرځېدلي جمهوريت د استخباراتو واکنش قطعې غړیتوب درلود او شاوخوا اته میاشتې وړاندې د خپلو ماماګانو او تره زامنو له لوري په مرموز ډول وژل شوی او جسد یې په ډېر مهارت د خپل کور په انګړ کې خښ شوی و.
ښاغلي ګربز زیاته کړې، چې د سیمې د اوسېدونکو او د عامې روغتیا ریاست د صحي ټیمونو په حضور کې د مقتول جسد له خاورې ایستل شوی او کورنۍ ته يې سپارل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
