له افغانستانه بهر مېشتې ډلې ټپلې، سیاسي څېرې او افراد اوس په تر ټولو مبهم او سرګردانه حالت کې دي، دوی کله د جګړې شعارونه او نغارې ډنګوي، کله بیا ځانونه مشاورین او سلاکاران کړي او له واقعیته لېرې بې ځایه او بې ګټې فیسبوکي مشورې ورکوي او کله بیا په تاریخ کې د دوی د ثبت شویو کارنامو او بې باکیو د بدلون هڅه کوي. دوی اوس نږدې په ټوله معنی له حقیقي نړۍ او ژونده را وتلي او په مجازي نړۍ کې ژوند کوي. د دوی اوسني حالت ته په پام، داسې ښکاري چې دغه کسان او څېرې د ژوند له هر ۲۴ ساعتونو یې ډېره برخه له ټولنیزو رسنیو سره تېروي او د دوی ژوند یې مجازي کړی دی.

دوی د دې پر ځای چې مسایلو ته له حقیقي او واقعي عینکو وګوري، برعکس هر څه د ټولنیزو رسنیو په تول تلي. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د جګړې شعارونه او کیسې زمزمه کېږي، نو دوی واړه را ګرم شي او دا شعارونه او زمزمې ورسره بدرګه کوي، کله چې بیا بحث نورو سیاسي مسایلو، ډیالوګ او خبرو اترو ته شي، نو دوی ځانونه مشاورین کړي، کله مخالفینو، کله اوسني حکومت، کله سیاسیونو او کله هېوادونو ته مشورې ورکوي؛ دوی فکر کوي، څه چې دوی وايي هماغسې دې وشي او ګواکې نړۍ د دوی له خوښې سره سمه روانه شي.

اوس چې یو ځل بیا دا خبره ګرمه شوې چې ګواکې اوسنی افغان حکومت دې د پرځېدلي جمهوریت د وخت له چارواکو او سیاسي دوکاندارانو سره روغه جوړه وکړي، واک ته یې دې راولي او یو ځل بیا دې یې د ولس پر اوږو سپاره کړي، یوه ډله بهر مېشتي د پرځېدلي جمهوریت چارواکي لګیا دي، همدا خبره تکراروي، لیکنې کوي او په ټولنیزو رسنیو کې اوسني حکومت ته مشورې ورکوي، مګر دوی په ورته مهال ټول هغه فرصتونه هېروي چې یو وخت په دې برخه کې موجود وو.

د دوحې له تړون وروسته، یوه اوږده موده د سیاسي جوړجاړي، خبرو اترو او روغې جوړې لپاره فرصت موجود و، خو له بده مرغه همدې مفسدو سیاسیونو، د قومي ګوندونو مشرانو او د پرځېدلي جمهوریت چارواکو په سیند لاهو کړ، دوی هغه مهال د خپل واک د دوام او دلته د جګړې د غځېدو لپاره ډېر فرصتونه ضایع کړل، ناستو ته به یې ماشومان ور لېږل، په یو ډول به هغه فرصتونه ورته ملنډې ښکارېدې او دوی به د غنیمت په سترګه ورته کتل، دوی ته هغه مهال هم په ځلونو دا پیغام ورسېد چې دا فرصتونه دایمي او حتمي نه دي، نو باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي، خو دوی د ګټې اخیستو پر ځای ترې ماشومانه لوبې جوړې کړې او د جمهوریت چارواکو د جوړجاړي رښتینې اراده نه درلوده.

البته دوی تر هغې وړاندې هم څو، څو ځله ازمویل شوي وو، دوی نه دې وطن او نه هم دې ولس ته تعهد درلوده، له لومړي سره په خپلو ګټو پسې روان وو، دوی هرې معاملې ته له هر چا سره په هر ارزښت تیار وو، خو چې د دوی شخصي ګټې خوندي کړي، مګر اوس چې افغانستان د دوی له شره خلاص دی، ولس ترې د ارام ساه اخیستې، اوس بیا د خبرو په نوم د نویو جعلي پروسو وړاندیزونه کوي او ځينې مداریان یې ورته تبلیغات کوي، خو اوس دې دوی په دې وپوهېږي چې ډېر ناوخته شوی، اوس نه هغه فرصت شته او نه هم هغه باور. دوی هم فرصت له لاسه ورکړی او هم باور. اوس د افغانستان شرایط نور دي او ښه ده چې د دې تکراري او بې خونده مسایلو پر ځای پر نورو لومړیتونو او ضرورتونو تمرکز وشي او بس!

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version