المرصاد رسنيز ادرس د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد کې له تاجکستان سره پر پوله په چینايي وګړو بريد کې د ښکېلو کسانو پټنځای په نښه کړی.
د امنيتي سرچینو په خبره، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پايله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
سرچینې زياته کړې، چې د بريد په اړه د ځانګړو تحقيقاتو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی وو.
د يادونې ده، چې سرچينو د کوم هېواد نوم نه دی اخيستی؛ خو پاکستاني رژيم په دې وروستيو کې داعش، مقاومت جبهې او نورو ډلو ته په خپله لمنه کې ځای ورکړی او د سيمې په کچه ډېری ترهګريز بريدونه له پاکستانه چمتو کېږي.
