د بلوڅو بیلتونپالې ډلې (بي اېل اېف) مشر ډاکټر الله نذر بلوچ چین ته خبرداری ورکړی، چې د بلوچستان طبیعي سرچینو په استحصالي پروژو کې ښکېلتیا یوه ستره تېروتنه ده، ځکه د بلوچ ولس له نظره د ازادۍ ترلاسه کولو مخکې هېڅ پروژه د منلو وړ نه ده.

نوموړي څرګنده کړې، چې که څه هم بلوڅ ولس چین مستقیم دښمن نه ګڼي، خو له پاکستان سره د نسل‌ وژنې او جبري بې‌ درکیو په جرمونو کې شریک دی.

په پای کې یې له لوېدیځو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د بلوڅانو له سیاسي، اقتصادي او ملي حقونو ملاتړ وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version