په تاشکند کې د افغانستان سفارت د هغو اته افغان اتباعو له خوشې کولو خبر ورکړی چې د قانوني ستونزو له امله په دغه هېواد کې بنديان وو او ويلي یې دي چې بنديان د اړوندو بنسټونو له نغدي مرستو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

همداراز په تاشکند کې د افغانستان د سفارت په وینا، دا اقدام نه یوازې دا چې د دغو کسانو په بېرته ستنېدو کې مرسته کوي، بلکې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو هڅو د ژوند د ښه‌والي او ګډې همکارۍ ښکارندويي کوي.

د يادونې وړ ده چې ازبکستان د افغانستان د یو ګاونډي هیواد په توګه په وروستیو کلونو کې له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د افغانستان سفارت یې د اسلامي امارت استازو ته سپارلی دی.

دغه راز د يوه بل خبر له مخې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې ۵۳ تنه افغان بندیان هم د دغه هیواد له زندانونو څخه خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، تازه خوشې شوي بندیان د کندهار د سپین بولدک پولې له لارې هېواد ته راستانه شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version