د برازیل ولسمشر لوئيس ايناسيو لولا داسيلوا د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري امريکا ته په واردېدونکو برازيلي توکو د پنځوس سلنې تعرفې زياتولو په غبرګون کې ويلي، چې په ټولنیزو رسنیو، د امریکا له لوري نړۍ ته ګواښ کول مسؤلانه چلند نه دی.
د برازيل ولسمشر زياته کړې «اوس نړۍ بدله شوې ده؛ موږ خپلواک هېوادونه یو، د یوه امپراطور تابع نه یو، که ټرمپ يا امریکا ګمرکي تعرفې لګوي، نور هېوادونه هم دا کار کولی شي.»
ټرمپ په برازيل د پنځوس سلنه تعرفو زياتولو دليل د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري د برازيل د پخواني ولسشمر «ژائير بولسونارو» د قضیې څېړنه ښودلې او ګواښ یې کړی، چې ژر تر ژره دې د نوموړي محکمه ودرول شي؛ کنه امريکا ته په راتلونکي هر برازيلي توکي به پنځوس سلنه تعرفه ولګوي.
له بل لوري بيا د برازيل سترې محکمې په ۲۰۲۲ کال کې ولسمشريزو ټاکنو کې تر ماتې وروسته د کودتاه او د اوسني ولسشمر د وژنې د هڅې په تور د دغه هېواد د پخواني وزير محکمه روانه ساتلې او ښايي د اعدام سزا ورکړل شي.
د برازيل ولسمشر همدا راز ټينګار کړی، چې د کودتاه د هڅې پلټنه يوه عدلي موضوع ده او په وينا يې برازيل خپلواک هېواد دی، خپلواک بنسټونه لري او هېڅ ډول بهرنۍ مداخله نه مني.