د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د مالیزیا په کوربه‌توب د تایلنډ او کمبودیا ترمنځ پیل شوې خبرې پر یوه بېړني اوربند له هوکړې سره پای ته ورسېدې.

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم ویلي، چې د دغې هوکړې له‌مخې، به د دواړو هېوادونو ترمنځ بېړنی اوربند ټینګ او سرحدي نښتې به پای ته ورسېږي.

یاده دې وي، چې د تایلنډ او کمبودیا ترمنځ جګړه څو ورځې وړاندې د سرحدي ترینګلتیاوو له امله پیل شوه، چې له امله یې څه باندې ۴۰ کسان وژل شوي، تر ۲۰۰ ډېر ټپیان او څه باندې ۲۰۰زره تنه بې ځایه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version