‏د کابل امنيه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د ياد ولايت د ۱۵مې حوزې پولیسو د غلو یو لوی بانډ نیولی دی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې تر ۱۰۰ ډېر موټرونه غلا کړي دي.

د نوموړي په خبره په دغه بانډ کې نه یوازې د موټرو اصلي غله، بلکې هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شوو موټرونو ته یې جعلي شاسي نمبرونه جوړول او رنګونه بدلول.

‏ښاغلی ځدراڼ زياتوي، چې له نیول شویو کسانو سره شاوخوا ۳۰ موټرونه، د موټرو اسناد، شاسي نمبرونه او ځینې نور توکي هم نیول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version